امنیت

په ننګرهار کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل/ باختر / د کب د میاشتې ۱۱مه
په ننګرهار ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه. 
امنيتي ځواکونو نن سهار د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه ۹ ماينونه کشف او شنډ کړل.                                                                                                    د دغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي. 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې پوځيان د جنګي وسايلو  د دوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي  .  
دغه ډيپوګانې د هسکې مينې د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعشيانو په پټنځيو کې ساتل کيدې چې له هغو څخه يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي. 
سيمه ييزمقامات وايي چې داعشيانو د دغو ډيپوګانو له وسلو او مهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله. 
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته