ښوونه او روزنه

دفرانسې دولت په پروان کې شپږ ښوونځي جوړوي.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٥
په کابل کې دفرانسې سفير به هغې کتنه کې چې دپروان له والي محمد عاصم عاصم سره وکړه ،ژمن شو چې په پروان کې شپږ ښوونځي جوړوي .
دغه کتنه پرون ناوخته دپروان دوالي دکار په دفتر کې وشوه.
په کابل کې دفرانسې سفير ښاغلي ميشل مفلو دپروان والي ته وويل چې په دغه ولايت کې دشپږو ښوونځيو ودانۍ جوړوي چې د درسي ټولګيو د کمښت له امله د زده کوونکو ستونزې حل شي.
ده دغه راز په پروان ولايت کې د ښوونې او روزنې په لاره کې دفرانسې د دولت دهمکاريو په دوام ټينګار کړى دى .
په کابل کې دفرانسې سفير په پروان ولايت کې دخپل هيواد پيل شوې پروژې وڅيړلې او ددغه ولايت دمشرتابه له مقام څخه چې دپروژو له کار کوونکو سره يې زياتې همکارۍ کړې دي ،قدر داني وکړه .
دښاغلى مفلو ددغه سفر موخه په پروان ولايت کې دفرانسې دکاري پروګرامونو پيلول او شرکيول دي په همدې حال کې د پروان والي محمد عاصم عاصم وايي چې افغانستان دنا امنې د ستونزو له امله د ښوونې او روزنې دودې په برخه کې زياتې همکارۍ ته اړتيا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته