امنیت

د غیرمسوولو وسله والو یو قوماندان له څلورو افرادو سره يې ونیول شو

کابل / د غويي ۲۸ / باختر
د بدخشان پولیسو نن د غیرمسوولو وسله والو یو قوماندان له ۴ افرادويې سره ونیوه.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی قوماندان قربان له ۴ افرادو سره يې چې غیرمسوول وسله وال وو او د وژنې ، غلا ، باج اخیستنې ، د ارګو ولسوالۍ د خلکو د ځورونې په څو پېښوکې لاس درلود، د دغې ولسوالۍ د کمر کلي په ساحه کې له ۴ کلاشینکوفونوسره د بدخشان د پولیسو له لوري ونیول شواو ترڅارنې لانې دي .
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته