ښوونه او روزنه

په سمنګانو کې يوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړيږي

کابل باختردتلې دمياشتې١نيټه :
د سمنګانو ولايت نن د اجاني ملکې ليسې د نوې ودانۍ د جوړولو کار پيل شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه ودانۍ ددغې ليسې په انګړ کې د المان هېواد په مرسته د ٨٠٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت په دوو بلاکونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.
د سمنګانو ولايت د پوهنې رئيس عبدالمتين سروري وويل: په دې ودانۍ کې ١٢ درسي او  دوه ادارې خونې، لابراتوار، دکاناليزاسيون سيستم او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي  .
دغه راز د هر درسي ټولګي لپاره ديرش ميزونه او څوکۍ هم پيرودل کيږي.
د سمنګانو والي دالمان له هېواد څخه په مننې سره وويل: په سمنګانو ولايت کې امنيت تامين دى او د هر راز پروژې تطبيق لپاره زمينه برابره ده .
ويل کيږي د اجاني ملکه په ليسه کې اوس پنځه زره تنه نجونې د درسي خونو دکمښت له امله په دريو ټايمونو کې په زده کړې بوختې دي .
د سمنګانو د پوهنې رئيس وويل چې اوس ددغه ولايت په کچه ٣٠٠ ښوونځي فعال دي  چې ١٢٦ ښوونحي يې ودانۍ نلري او د ١١ نورو ښوونځيو د ودانيو د جوړولو کار دوام لري.
پا ى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته