امنیت

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې د قومونو، قبایلو او سرحدونو دچارو وزارت سلاکار عبدالباقي رغبت شهيدشو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې د قومونو، قبایلو او سرحدونو  دچارو وزارت سلاکار عبدالباقي رغبت شهيدشو.

په مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهور رييس دويندوى دمطبوعاتي دفتر له لارې دباختر اطلاعاتي اژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي

د افغانستان د خلکو دښمنانو تېره شپه د کندهار ښار د ښکارپور دروازې په سیمه کې پر عبدالباقي رغبت تروریستي برید ترسره کړ، چې له امله یې نوموړی په شهادت ورسېد.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي دغه برید په کلکه وغانده، ویې ویل: شهید عبدالباقي رغبت د هېواد د یوه فرهنګي او هېوادپال شخصیت په توګه د افغانستان خلکو ته په بېلابېلو ادارو کې غوره خدمتونه ترسره کړل چې د ارواښاد دغه خدمتونه د افغانستان د خلکو دښمنانو ونشوای زغملای او پرون یې د کندهار په ښار کې شهيد کړ

جمهور رئیس زیاته کړه: د عبدالباقي رغبت شهادت د افغانستان ددښمنانو له خوا ددې هېواد د مخورو، قومي مشرانو او په هېواد مینو شخصیتونو د له منځه وړلو لپاره د هغې لویې توطئې لړۍ ده چې له زياتې مودي راپه دي خوا  په افغانستان کې روانه ده.

په داسې حال کې چې د هېواد جمهور رئیس د عبدالباقي رغبت پر وژل کېدو په ژوره توګه خواشینی شوی ، دى  د هغه کورنۍ او دکندهار خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ارواښاد ته د لوی خدای له دربار څخه د فردوس جنت هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته