نړۍ

په پاکستان کې د نا راجسټر شوي افغان مهاجرينو د راجسټریشن لړۍ پیل شوه

کابل_باختر د زمري د مياشتې٣٠مه
په پاکستان کې د نا راجسټر شوي افغان مهاجرينو د راجسټریشن لړۍ پیل شوه.
باخترآژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
دغه لړۍ تېره اوونۍ د اګست په ۱۶ پیل شوه او تر دې مهاله ۱۰۰۴۰ تنه نار اجسټر افغان مهاجرين په خیبر پښتونخوا او اسلام آباد کې خپل نومونه ثبت کړي دي .
د دغو افغان مهاجرينو د راجسټریشن لړۍ په پاکستان کې د دوى د استوګنې د قانوني کیدو په موخه د افغانستان او پاکستان د اسلامي جمهوریتونو د هوکړې له مخې تر سره کیږي .
ټاکل شوې ده په راتلوونکو شپږو میاشتوکې شاوخوا ۷۰۰ زره ناراجسټر افغان مهاجرين ، د پاکستان د بېلابېلو ایالتونو په ۲۱ مرکزونوکې د دغه هېواد د "نادرا" ادارې لخوا ، د افغان حکومت او د مهاجرت د نړیوال سازمان په مرسته راجسټر شي .
په دې پروسه کې د افغان مهاجرينو د هویت د پیژندلو او له یادې پروسې څخه د څارنې په موخه د افغان حکومت ۲۵ تنه کار کوونکي پاکستان ته استول شوي دي . #
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته