فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه دوروستيو پيښو له امله خپل خواخوږي څرګندکړل .

-کابل باختر دمرغومي  درې ويشتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  مشرتابه  د سه شنبې  دورځې دپيښو  دقربانيانو او په تيره بيا د رسنيو دکارکوونکو  دقربانيانو له کورنيو سره خواخوږي  څرګندوي .   په دې ډار اچوونکو پيښو کې چې زموږ په لسګونه تنه هېوادوال شهيدان او په لسګونه تنه نور ټپيان شول  دولسي جرګې  د ټلويزيون خبريال  او ددغه ټلويزيون کارکوونکې فريده هم  ددارالامان واټ په پيښو کې شهيدان شول . او يوبل خبريال طاهر پيمان ټپى شو .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت رهبري هيئت  دکابل  ، قندهار ، هلمند د ډار اچوونکو پيښو  دشهيدانو له ټولو کورنيو سره په تيره بيا  دولسي جرګې دټلويزيون ددووتنو شهيدانو له کورنيو سره خپله خواخوږي شريکوي او دغه ډار اچوونکي عملونه  چې زموږ ديوشمير هېوادوالو دشهادت  او ټپي کيدو سبب شو په کلکه غندي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه دالله (ج )  له دربار څخه شهيدانو ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر او طاهر پيمان او ددغو پيښو ټولو ټپيانو ته دسملاسي روغتيا هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته