خبرونهفرهنګ

محمد طاهر زهير: د فرهنګي حالت ښه والى زياتو هلوځلو ته اړتيا لري

٤٨- کابل / د لړم٢٨مه /باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمدطاهر زهير په مشرۍ د فرهنګ عالي شورا غونډه نن جوړه شوه .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې لومړى د هنر عالي شورا مرستيال تيمورشاه حکيميار د دغې شورا د ترسره شويو فعاليتونو رپوټ وړاندې کړ.
وروسته د شورا غړو د دغې شورا د فعاليتونو، ستونزو، د شورا لپاره د ټاکلې بودجې ځانګړي کولو، د هنرمند صندوق ته د پاملرنې او د چارو د ښه والي په اړه خپلې نظريې او وړانديزونه څرګند کړل.
وروسته د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د هنر عالي شورا د چارو پرښه والي ټينګاروکړ او ويې ويل چې په هېواد کې د څلويښتو کلونوجګړو او نا امنیوپه بهير کې فرهنګ څنډې ته شوی د ی او فرهنګ ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.
هغه زياته کړه چې د فرهنګي حالت د ښه والي لپاره زياتو هلوځلو ته اړتيا ده.
دغه راز محمدطاهر زهير د هنر عالي شورا له غړو وغوښتل چې په راتلونکې غونډه کې د هنر عالي شورا حالت د ښه والي په خاطر خپلې مشخصې نظريې وړاندیزونه اوطرحې وړاندې کړي چې يوه څرګنده او روښانه طرحه چمتو او د هېواد جمهور رييس ته وړاندې شي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته