نړۍ

نهه تنه په چين کې په اعدام محکوم شول

پيکينگ رويترز  باختردغبرګولي دمياشتې ١٦
دچين  دسينکيانگ ولايت  يوې محکمې په عمده تا مسلمان ميشته سيمه کې  چې دتروريزم په اړوند ديو اتيا تنو تورنو کسانو دوسيې څيړلې  نهو تنو ته يې داعدام حکم صادر کړ.
دهانکانګ دسوت چينامارنيګ پست ورځپاڼې خبر ورکړ چې دسرعت او عدالت  دبشر دحقوقو پلوي ډلو   صادر شوي حکمونه ترپوښتنې لاندې نيولي دي .
دچين امنيتي ځواکونو  په تيرو ورځو   اوله هغو خونړيو تاوتريخوالو وروسته  چې په دغه  هېواد کې دايغور  قبيلې  په کې تورن پيژندل شوي دي پراخ عمليات پيل کړى دى .
دچين دحکومت دڅرګندونوله مخې : دتيرو مياشتو تاوتريخوالي دايغور دبيلتون غوښتوونکو ډلو له خوا ترسره شوي دي.
دغبرګولي دمياشتې په لومړۍ نيټه په نوي تاوتريخوالي کې  يوې ډلې په يو بازار بريد وکړ  نهه ديرش تنه يې ووژل  اوپه لسګونو تنه نور يې ټپيان کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته