سیاست

د بهرنيو چارو وزير د ملګرو ملتو د امنيت شورا د بنديزونو د کمېټې له رئيس سره وکتل

 کابل باخترلړم د مياشتې ٩ نيټه  :
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون د ملګرو ملتو د امنيت شورا د بنديزونو د کمېټې له رئيس غيرت عمروف او د ده له ملګري هيئت سره په کابل کې وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزير د دغې کمېټې کړه وړه د ستانې وړ وبلل او د غړو هېوادونو له خوا د څارنې او اړتيا په رعايتولو او د بنديزونو په تطبيق ټينګار وکړ.
وروسته د ملګرو ملتو د امنيت شورا د بنديزونو د کمېټې رييس د دغې کمېټې له څارونکو ټيمونو سره د افغانستان د دولت له همکاريو څخه مننه وکړه او د بنديزونو له رژيم څخه د ګټورې استفادې په تېره بيا له دغه رژيم څخه د افغانستان د استفادې د اهميت په خاطر د خپلې ګټې په باب خبرې وکړې  .
دغه راز دواړو لورو له يو بل سره د افغانستان د دولت او د ملګرو ملتو د امنيت شورا د بنديزونو د کمېټې د نږدې همکاريو له دوام څخه ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته