امنیت

په فراه کې څلور وسله وال مخالفان ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ ٤مه
څلور وسله وال طالبان نن  دفراه په پشت رود ولسوالۍ کې  ووژل شول .
په فراه کې   دملي اردو ددويمې لوا وياند حشمت الله احمدزي دباختراژانس خبريال ته وويل  دملي اردو ،کوماندو ، پوليسو او ملي امنيت منسوبانو دفراه دپشت رود ولسوالۍ دتپه شيران  ،ګجګين چين،  افغاني او چين قادس  په کليو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره  کړل .
دغه عمليات چې دظفر قول اردو ددويمې لوا درستيز وال جګړن حميد الله طوفان  په مشرۍ له دريو ورځو راپديخوا پيل شوې وو  دغه کلي  پاک شوي او څلور وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي .
خبرځاى زياته کړه څوارلس ماينونه په دغې ولسوالۍ کې شنډ او پنځه وسله وال  مخالفان اسير او اووه موټرسايکلونه دامنيتي منسوبانو لاس ته ورغلل .
  ختم _ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته