ټولنه

دواورې داورښت له امله په بغلان کې دپلسي دغاښې تړل کيدل .

کابل باختر دسلواغې  يوولسمه :
په بغلان ولايت کې دواورې دسخت اورښت له امله دپلسي  غاښې پرون سهار دترافيکو پرمخ وتړل شو.
دبغلان ولايت دخوست ولسوال حاجي سنګي شاه دباختراژانس خبريال ته وويل دواورې دهغو سختو اورښتونو له امله چې ددوو ورځو راپديخوا په خوست ولسوالۍ کې دوام لري او څه دپاسه يومتر واوره شوې ده دپلسي غاښې چې دخوست فرهنګ او دګذرګاه نور دولسواليو دپيوستون  مرکز دى د ترافيکو پرمخ تړل شوى دى .
دخوست ولسوال وايي چې په تيرو  پنځوسو کلونو کې په دغه ځاى کې دومره واوره نه ده شوې  او دغه واوره ددغو ولسواليو خلکو ته دزياتو ستونزو  دپيداکيدو سبب شوې ده  اوخلک مرستې ته  اړتيا لري .
  دبغلان ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري دادارې درييس دڅرګندونو له مخې  په بغلان کې  اوولس سختې سيمې شته چې يوه يې دپلسي غاښې دى .
ده زياته کړه موږ هلې ځلې کوو چې دغه غاښې بيا پرانيزو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته