ټولنه

د شاوخوا يوسلو څلويښتو ميليونو افغانيو په لګښت دکرنې انسټيټوټ ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ديرشمه
اړونده مسولين وايي د کرنې انسټيټوټ  ودانۍ د پوهنې وزارت له انکشافي بودجې څخه د يوسلوڅلورڅلويښو میلیونو افغانيو لګښت راغلی چې ټولې اړینې اسانتياوې په کې  په پام کې نیولې شوې دي.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د ودانۍ د پرانیستې پرمهال وویل، ددغې ودانۍ په پرانیستلو سره به د محصلانو د استوګنځې ستونزه حل شي.
دی وايي چې په پکتیکا کې لاهم ګڼ تعلیمي مرکزونه د استوګنځي د نشتوالي ستونزه لري خو زیاتوي چې ګام په ګام یې دهواري هڅې کوي
.
دده په خبره په نږدې راتلونکي کې به پکتیکاوال د ورته نورو پرمختګونو شاهد واوسي.
د يادونې وړ ده چې د پکتيکا  د کرنې انسټېټیوټ په ۱۳۹۱ کال کې رغول شوی، چې د بڼوالۍ او اګرانومۍ په څانګو کې محصلان  روزي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته