سیاست

حامدکرزي دپاکستان دبهرنيو چاروله وزيرې سره وکتل .

کابل باختر د غبرګولي  پنځه ويشتمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دپاکستان دبهرنيو چارو له وزيرې ميرمن حنارباني کهر سره وکتل .   باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې  

په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې وشوه دواړو لورو ددواړو هيوادونو ترمنځ دهمکاريو دپراختيا او دسولې دبهير په باب خبرې وکړي

 دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې وويل ددواړو هيوادونو خلک دتروريزم  او دافراطيت   قرباني شوي او موږ مينه لرو چې دسولې خبرې په عمل کې پلي شي

 دې  وويل  ټاکل شوې ده چې ددغه هيواد صدراعظم په نږدي راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي او دافغانستان له جمهور رييس او ددغه هيواد له نورو مقاماتو سره دسولې دبهير دراتلونکو ګامونودټاکنې په اړوند خبرې وکړې

  جمهور رييس  په دي ترڅ کې چې دافغانستان دسولې په بهير کې  د پاکستان رول ارزښتناک وباله  ويي ويل  هر هغه څه چې په  توان کي  يي لرو دسولې دبهير دعملي کولوپه خاطر به يي ترسره کړو

 حامدکرزي زياته کړه چې دسولې دعالي شورا رييس صلاح الدين رباني ټاکل شوې ده ، سعودي عربستان او پاکستان ته سفر وکړي او هيله  لرو چې له ده سره لازمي همکاري وشي .

 جمهور رييس دچين ولسي جمهوريت ته خپل وروستي سفر ته په اشاري سره  وويل له سيمي هيوادونو په تيره بيا روسيې اوچين دنړۍ له هيوادونو سره دافغانستان دستراتيژيکي همکاري دسندونو له لاسليک سره خپل ملاتړ اعلام کړ .

 دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې ميرمن حنارباني کهر  دسولې دبهير په اړوند دهمکاري ژمنه وکړه او ويي ويل موږ دافغانستان دسولې له  بهير سره   دملاتړ  بهبرخه کې ژمن يو .

   دې زياته کړه افغانستان اوپاکستان له تاريخ څخه ښي تجربي  ترلاسه کړي دي اوبايد ددواړو هيوادونو ترمنځ دباور فضا زياته برابره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته