خبرونهټولنهTOPښوونه او روزنه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د اړتیاوو پوره کولو او د ستونزو پر حل بحث وشو

کابل، د کب لومړۍ نېټه، باختر

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د فراه له والي مولوي غوث الدین رهبر سره په کتنه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د اړتیاوو پوره کولو او د ستونزو پر حل بحث کړی دی.

باختر آژانس ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې مولوي شهامت، د یادې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي او د هېواد په پرمختګ او ځان بسیاینه کې یې د دې ادارې رول مهم بللی دی.

دغه راز د فراه والي، د اسلامي امارت په راتګ سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لاسته راوړنې او پروګرامونه ستایلي او په یاد ولایت کې د مجاهدینو طرحې د پلي کولو په اړه یې ډاډ ورکړی دی.

هغه هم د هېواد په پرمختګ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رول مهم بللی او ټینګار یې کړی چې باید د دغې ادارې هر اړخیز ملاتړ وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته