امنیت

دملي امنيت موظفينو يوڅارنوال دبډې اخيستنې په تور ونيوه

کابل- باختر دلړم اتلسمه:
  دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دلوى څارنوالي يو استيناف څارنوال دبډې اخيستنې په تور لاس په لاس ونيوه .
دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخې: دملي امنيت دلوى رياست ويندوى شفيق الله  طاهري نن په يو خبري کنفرانس کې وويل: ددغې ادارې موظفينو دلوى څارنوالي د استنياف څارنوال محمد رحيم دترلاسه شويو اطلاعاتو له مخې، د رفاه شرکت دنسبتي دوسيې دحل کولو په خاطرچې له دغه شرکت څخه يې شل زره امريکايي ډالره غوښتې و؛ دپوليسو او دلوى څارنوالي د رياست د استازې په شتون دملي امنيت دموظفينو له خوا لاس په لاس ونيول شو .
نيول شوى څارنوال تر تعقيب لاندې دى او په دې اړوند څيړنې دوام لري .
  دغه راز دملي امنيت دلوى رياست ويندوى په دې خبري کنفرانس کې دملي امنيت دلوى رياست د دوو تنو کارکوونکو د بې درکه کېدو په باب معلومات ورکړل او وې ويل:
دملي امنيت دوه تنه کارکوونکي چې ديوې روزنيزې دورې دتېرولو لپاره د امريکا متحده ايالاتو ته استول شوي و؛ بې درکه دي او په دې اړوند هم څيړنې دوام لري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته