ورزش

دسولې لپاره دسوک وهنې په سيالۍ کې دحميد رحيمي دبرياليتوب له امله دځينومرکزونو له خوا باختر اژانس ته دمبارکۍ پيغامونه رارسيدلي دي .

کابل باختر د لړم لسمه
دهيواد  بريالي  سوک وهونکي  حميد رحيمي دسولې لپاره  دحرفوي  سوک وهنې  په هغې سيالۍ کې  چې تيره شپه  په کابل کې ترسره شوه په خپل  تانزانيايي  سيال بريالى شو او هغه ته يې  دسيالۍ په اووم پړاوکې  ماتې ورکړه .
  په دغو پيغامونوکې  په دې ترڅ کې چې دهيواد دسوک وهنې د ورزش داتل حميد رحيمي دبرياليتوب له امله ده ، دالمپيک دملي کميټې ، دسوک وهنې فدراسيون ، ورزشکارانو او دافغانستان ټولوخلکو ته مبارکي ويل شوې ده  دغه برياليتوب يې  دهيواد او نړۍ په کچه دسوک وهنې دورزش په لاره کې يو ستر ګام او دافغانستان خلکو ته ستر وياړ بللى دى .
دغه پيغامونه  داطلاعاتو او فرهنګ ، دمهاجرينو دراستنولو دچارو او دپوهنې د وزارتونو  دمشرتابه هيئتونو ، دځوانانو دچارو دمعينيت ، دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست ، او دباختر اژانس دمشرتابه هيئت او کارکوونکو ، دکابل ښار د پوهنې درييس ، دستاره ، سردار محمد داود شهيد، ابو القاسم فردوسي ، الفتح ، او دعبدالهادي داوي د ليسو ، دکابل پوهنتون داستادانو دټولنې ، دافغانستان د ډاکترانو او دروغتيايي کارکوونکو دسراسري اتحاديي ، دافغانستان دترکمنانو د سراسري شورا او دعمر خيلو قوم دسراسري شورا له خوا رارسيدلي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته