اقتصاد

د اقتصاد عالی شورای د ۱۸ او ۱۹ ناستو پرېکړو او فیصلو منعکسولو په موخه مطبوعاتي کنفرانس جوړ شو

کابل باختر دمرغومي يوولسمه :
د مالیې وزارت ویاند او د عامه اړیکو رئیس اجمل حمید عبدالرحیمزی نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې د اقتصاد عالی شورای ۱۸ او ۱۹ ناستو پرېکړو او فیصلو دمنعکسولو په تړاو د مطبوعاتي کنفرانس له لارې رسنیو ته معلومات ورکړل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
په دې کنفرانس کې د عامه اړیکو رئیس، د ۱۳۹۶ مالي کال د پرمختګونو او د ۱۳۹۷ مالي کال د اقتصادي پلانونود یادولو تر څنګ وویل: " په ۱۳۹۶ کال کې موږ د هیواد په اقتصادي سکټور کې د ښو لاسته راوړنو شاهدان وو، په همدې کال کې زموږ د ملي عوایدو کچه د ملي بودجې په سند کې تر ټاکل شوي هدفه لوړه وه او افغانستان ۲،۶ سلنه اقتصادي وده درلوده. ده زیاته کړه، د افغانستان کابینې په دې وروستیو کې د مالیې وزارت په هوکړه د ټولیزو خصوصي رسنیو د فعالیتونو د مقررې په ځینو برخو کې تعدیلات منظور کړل، چې له مخې به یې د دغو رسنیو په بانکي تضمین او د فعالیت جواز په حق الامتیاز کې ۵۰ سلنه کموالی راشي او یادې رسنۍ به د ماشومانو او ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي، له نشه يي توکو سره د مبارزې، تښتونو او د انساني قاچاقو د اعلانونو په خپرولو کې له ۲۵ څخه تر ۶۰ سلنې پوري تخفیف راولي، چې دغه تعدیلات به په رسمي جریده کې له خپرېدو وروسته نافذ شي".
د اقتصاد عالي شورای په اتلمسه ناسته کې د ۱۳۹۶ کال (۱۷) ناستې په مصوبه کې د محب ګروپ سوداګریز پلان د پلي کېدو راپور د حقیقت په تړاو، د ذینفع ملکیت په طرحه، د ATS  او APS تادیاتي سیستم پروژې د پرمختګ په راپور او داغمه فلزاتو باندي بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
ښاغلي عبدالرحیمزي د داغمه فلزاتو د خرڅلاو په تړاو وویل: " له اړوندو ادارو څخه جوړ شوي اجرائیوي پلاوي، له شپږ میاشتې کار وروسته د تورو داغمه جاتو او رنګه فلزاتو قیمت ټاکلی. ده زیاته کړه، د اقتصادعالي شورای په ناسته کې د رنګه فلزاتو بيه د داغمه جاتو د خرڅلاو په برخه کې تائید شو".
د اقتصاد عالي شورای په نولسمه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د ریال ټایم دېټا منجمینټ د سیستم د طرحې او د ټالک سکټور د ارزښت ځنځیري تحلیل او څېړنې په اړه بحث وشو او د اقتصاد عالي شورای پرېکړه وکړه، چې د تالک د استخراج او پروسس په برخه کې پانګه وال وهڅول شي.
همدارنګه په دې کنفرانس کې د مالیې وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند، د مخابراتي محصول په قانون کې د تعدیل په تړاو وویل: " د مخابراتي محصول د قانون د ځینو ماودو په برخه کې د تعدیل وړاندیزي طرحه، د شورای د تائید وړ ګرځېدلې ده او پرېکړه وشوه، چې د قوانینو د کمېټې له لارې د پړاو دبشپړولو لپاره د کابینې ناستې ته ورکړل شي".
د یادونې وړ ده، چې خلکو ته د کره اطلاع رسونې په برخه کې د مالیې وزارت د نوې طرحې له مخې، له دې وروسته د اقتصاد عالي شورای پرېکړې او فیصلې په دوامداره توګه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې له خلکو او رسنیو سره شرېکېږي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته