ټولنه

د کابل _ جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د غره د ځينو برخو د ښوېيدنې له امله څلور تنه مسافران وژل شوي

کابل باختر د وږي پنځلسمه :
د کابل  _ جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د غره د يوې برخې  د ښوېيدنې له اماله څلور تنه مسافران وژل شوي .
په دې پېښه کې  چې؛ پرون ناوخته دکابل ولايت د سروبي ولسوالۍ  په مربوطاتو کې رامنځته شوه شپږ تنه نور مسافران ټپيان شول .
د رارسيدلو خبرونو له مخې دکابل _ جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د غره ځينې برخې د سيلاونو د راوتلو له امله عمومي واټ ته وښوېيدې او دا اکار د انساني  زيان تر څنګ د دې سبب شو چې؛ دغه لويه لاره د ترافيکو پرمخ وتړل شي .
د کابل _ جلال اباد د لويې لارې يوه امنيتي  مسوول باختراژانس ته وويل چې؛ د غره د ځينو برخو په دې ښوېيدنه کې درې مسافروړونکي موټرونه تر ډبرو لاندې شول .
ده وويل چې په دې پيښه کې څلور تنه مسافران وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي .
له دغې پېښې وروسته دکابل جلال اباد لويه لاره د څو ساعتونو لپاره د ترافيکو پرمخ وتړل شوه تر دې چې د ملي اردو تخنيکي ټيمونو له واټ څخه دکاڼو او ډبرو په لرې کولو سره دغه لويه لاره بيا دترافيکو پرمخ پرانېستله .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته