سیاست

يو ورکشاپ جوړه شو .

دځاني  څيړنې دبهير تعقيبي اومشورتي ورکشاپ  نن دلوړو زده کړو په وزارت کې جوړ شو .

  په دې ورکشاپ  کې دلوړو زده کړو  په موسسو کې د کيفيت دښه والي په خاطر  دځاني څيړنې په بهير کې  پرمختګونه وڅيړل شول او هم په دې موضوع دنړۍ دپرمختللو معيارونو په پام کې نيولو سره په دوو ورځو کې کارکيږي

 دباختر اطلاعاتي اژانس ته دلوړو زده کړو وزارت  دخپرونو ددفتر دمعلوماتو له مخې، دورکشاپ  دپرانستلو په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت معين پوهوال محمد عثمان بابري  دلوړو زده کړو په چاروکې دوروستيو بدلونونو او پرمختياو په باب خبرې وکړې او ويې ويل ، دلوړو زده کړو وزارت  دوه کاله مخکې  دغې موضوع ته پاملرنه وکړه چې په باوري توګه په زړه پورې نتيجې يې درلودې .

  پوهنوال  بابري ددغه ورکشاپ  هدف په لوړو زده کړو  لاس  بري او لوړ کيفيت وباله اوزياته يې کړه هلې ځلې ددې لپاره دي چې  په لوړو زده کړزو کې  دکيفيت دکچې په لوړولو سره دسيمې او نړۍ په هيوادونوکې لازم معيارونه ترلاسه کړو .

 دغه راز په دې ورکشاپ  کې داکادميکو چارو دسمون رييس پوهاند محمد حسن رشيق دځاني څيړنې دبهير دلنډي پيژندنې په اړوند خبرې وکړې .

 په دې ورکشاپ کې  دلوړو زده کړو وزارت دمشرتابه  هيئت  ١٥٠  تنو غړو دمرکز او ولايتونو دلوړو د موسسو رييسانو او مرستيالانو  دنړيوال بانک ، دامريکا دنړيوالې پرمختيايي  ادارې او نورو همکارو موسسو استازو برخه لرله .  دورکشاپ  کار سبا هم دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته