
-کابل باختر د وري اتمه :
يو وسله وال طالب پرون دزنا دفعل په تور دبادغيس ولايت دابکمري په ولسوالۍ کې دسيمې داوسيدونکو له خوا ووژل شو .
دبادغيس دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر جنرال غلام سرور حيدري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دطالبانو دوسله والې ډلې يوغړى عبدالقيوم ددغه ولايت دابکمري ولسوالۍ دروجي هاي دکلي داوسيدونکو له خوا د ډبرو او لرګيو په ګوزارونو سره ووژل شو .
ويل کيږي چې دغه وسله وال طالب وروسته له هغه ووژل شو چې دابکمري په ولسوالۍ کې په يوې ښځې تيرى کړى و .