امنیت

په هلمند ، نورستان او ارزګان کې دطالبانو درانه سرزيانونه .

کابل باختر دثور دويمه :
  دوسله والو طالبانو دډلې  ددريو  تنو سيمه ئيزو قوماندانانو په شمول اوولس تنه وسله وال طالبان دهلمند ، ارزګان او نورستان په ولايتونوکې له پوځي ځواکونو سره په نښتو کې  ووژل شول .
  په دغو جګړو کې چې تيره شپه ناوخته او نن سهار ونښتې  درې ويشت تنه وسله وال طالبان ټپيان شول .
لومړى  جګړه  دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې  يوې ډلې وسله والو طالبانو په يو پوځي کاروان بريد وکړ .
دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ يو سيمه ئيز مسوول  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې  اووه تنه وسله وال طالبان او دهغوي سيمه ئيز قوماندان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول
دويمه پيښه تيره شپه ناوخته دارزګان ولايت په مرکز ترينکوت کې  هغه وخت وشوه چې پوځيانو دوسله والو طالبانو په يوه پټنځي بريد وکړ
دارزګان ولايت دامنيه قوماندانۍ مرستيال دباختراژانس خبريال ته خبر ورکړ چې په دې نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دغه سيمه ئيز مسوول وويل چې دوسله والو طالبانو يوسيمه ئيز قوماندان هم ددغې پيښې په وژل شويو کسانو کې شامل دى .
  وروستۍ جګړه د ډيورند پولې ته څيرمه دکامديش  په ولسوالۍ کې نن سهار هغه وخت ونښته چې يوې ډلې  وسله والو طالبانو له پولې اخوا څخه دافغانستان دسرحدي ځواکونوپر يوې پوستې بريد وکړ .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوقوماندان وايي چې په دې نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څه ناڅه  شپاړلس تنه يې ټپيان شول . 
ويل کيږي چې په دغونښتو کې داردو يو سرتيرې شهيد او درې تنه نور پوځيان ټپيان شوي دي
دنورستان ، هلمند او ارزګان دسيمه ئيزو مسوولانو په وينا په دغو نښتو کې د وسله والو طالبان په لسګونو  سپکې او درندې وسلې  پوځيانو ترلاسه کړي دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته