سیاست

د ډاډ ګېرنې پيغام

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠مه
د ملي پوځ د سرتیرو د الوتکي د راغورځېدو په پېښه کې د207 ظفرقول اردو د قوماندان د شهادت په اړه د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمدخان د خواشينۍ او ډاډ ګېرنې پيغام
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د ۲۰۷ ظفرقول اردو نومیالی او په هېواد مین جنرال محی الدین غوري د ملي پوځ د هليکوپټر د راغورځیدو له امله شهید او یوشمیر دولتي منسوبين ټپیان شوي دي.
جنرال محی الدین غوري د هېواد له تکړه او نوموتوکدرونو څخه بلل کیده چې تل يې د هېواد د آزادۍ او خاورې په دفاع کې صادقانه هلې ځلې کولې او دادۍ په همدې لاره کې د هوايې پېښې په ترڅ کې شهید شو.
د جنرال غوري شهادت د ملي پوځ سرتیرو ته یوه ستره ضایعه بولم، له څښتن تعالى څخه هيله کوم چې تشه يې د ده په څیر د خاورې او وطن په واقعي او رښتینو جنرالانو ډکه کړي.
دغې پيښې سخت خواشينى کړم شهید غوري ته چې دهېواد د دفاع او آزادۍ په لارکې شهيد شو د فردوس جنت اوټپيانوته د بيا روغتيا، کورنۍ او خپلوانوته يې د صبر غوښتوونکى يم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته