سیاست

روسيه د ګاونډيوهېوادونوپه همکارۍ کولاى شي د افغانستان د سولې او ثبات په لاره کې محوري رول ولوبوي

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٤ :
د جمهور رئيس فوق العاده استازي احمدضيا مسعود نن په کابل کې د روسيې له سفيرسره په کتنه کې د سياسي، امنيتي او پرمختيايي موضوعګانو په باب خبرې اترې وکړې .
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رئيس فوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې په کابل کې د روسيې سفير الکساندرمانتيتسکي په افغانستان کې د اصلاحاتو او پياوړتيا او د ښې حکومتوالۍ د بنسټيز کولو په لاره کې   د دغه هېواد همکاري څرګنده کړه او ويې ويل: روسيه هوډمنه ده چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ظرفيتونو په لوړولو او همکارۍ سره په دغه هېواد کې د سولې د بهير ملاتړ وکړي.
ده دغه راز د طالبانو له ډلې سره دخپل هېواد د ملاتړ په باب آوازې په بشپړه توګه ردې کړې او ويې ويل چې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره موضوع روښانه کړې ده او د روسيې حکومت به يوازې د افغانستان د پوځي ځواکونو د ظرفيتونو د لوړولو او سمبالولو په لاره کې همکار وي او د سيمې د هېوادونو په همکارۍ په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات غوښتنه کوي.
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رئيس فوق العاده استازي احمدضيا مسعود د افغان محصلينو د ظرفيتونو د لوړولو، د تحصيلي بورسونو د ورکولو او په افغانستان کې د سولې او امنيت لپاره د زمينو د برابرولو په لاره کې د روسيې د هلوځلو په لاره کې ددغه هېواد له حکومت څخه په قدردانۍ سره وويل: روسيه کولاى شي په افغانستان کې د سولې او ثبات د تحقق او پراختيا په لاره کې د ګاونډيو هېوادونو په همکارۍ محوري رول ولوبوي.
په دې کتنه کې د روسيې سفير د هېواد د بنسټونو او اقتصادي ودې په لاره کې   د خپلو همکاريو د دوام ژمنه وکړه او ويې ويل چې دوامدارې پرمختيا او ودې ته  د رسيدو په لاره کې د افغانستان ملاتړ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته