کابل باختر د کب د مياشتې پنځلسمه
د پنځلسو ميليونو افغانیو په لګښت دکندهار ولايت دژړۍ ولسوالي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د قندهار د والي سرپرست عبدالحنان منيب باختراژانس ته وویل د ژړۍ ولسوالي ودانۍ د پنځلسو ميليونو افغانيو په لګښت په شل جريبه ځمکه کې جوړه شوې
منيب زياته کړه چې دغه پروژه د والي ډاکټر محمد همایون عزیزي د هغو فعالیتونو یوه بېلګه ده چي غواړي د بنسټيزو پروژو په پلي کېدو سره حکومتولي پیاوړې او خدمتونه پراخ کړي.
د ده د څرګندونو له مخې چې د کندهار دوالي عزيزي په زيار د درېو نورو ولسواليو د ودانيو لپاره هم منظوري اخيستل شوې چې په راتلونکي کال کې به يې کار پیل شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ