کابل باختر دوري دمياشتې ١٣ نيټه :
د بلخ ولايت پوليسو نن ٤٠ ميله سپکې اودرندې وسلې ډاياک پروګرام ته وسپارلې.
د بلخ و لايت امنيه قوماندان جنرال عبدالمنان سامع وويل ؛ دغه وسلې دتېرو دريو مياشتو په بهيرکې د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه د عملياتو په بهيرکې ترلاسه شوي وي.
ده وويل ؛ دغه وسلې زياتره له غيرمسوولو وسله والو کسانو څخه راټولې شوي دي اوپه دې اړوند ٥٠ تنه هم نيول شوي دي. پاى ج ذ