سیاست

دافغانستان دحکومت او طالبانو ترمنځ مخامخې خبرې به د مارچ دمياشتې په لومړي نيمايي کې ترسره نه شي.

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٧
داجراييه رياست دوياند مرستيال وايي چې دافغانستان دحکومت او طالبآنو ترمنځ مخامخې خبرې به د مارچ دمياشتې په لومړي نيمايي کې ترسره نه شي .
د اجراييه رياست دوياند مرستيال جاويد فيصل دباختر آژانس ته وويل دافغانستان حکومت له وسله والو مخالفينو سره دمخامخو خبرو لپاره بشپړ تياري لري او دحکومت له لورې کومه ستونزه نشته، ده وويل : ټاکل شوې ده دغه خبرې د روانې عيسوي مياشتې په لومړي نيمايي کې په اسلام آباد کې ترسره شي خو دځينو دليلونو له امله به دغه خبرې په ټاکلې وخت ترسره نه شي.
ښاغلي فيصل په دې باب زياتې څرګندونې ونه کړې خو د ده له خبرو څخه جوتيږي چې دافغانستان حکومت ددغو خبرو د ځنډولو عامل نه دى طالبانو په دې وروستيو وختو کې ديوې اعلاميې په خپرولو سره دخبرو دپيل لپاره خپل شرطونه اعلام کړي دي .
په زيات احتمال سره د طالبانو له خوا دشرطونو وړاندې کول دخبرو دپيل دپروګرام له ځنډ سره مخامخ کړى دى .
ديادونې وړ ده چې دافغانستان دولت پخوا اعلام کړى و چې وسله والو مخالفو ډلو سره خبرې به د اساسي قانون په چوکاټ کې او دتيرو څوارلسو کلونو دبرياليتوبونو دساتلو په پام کې نيولو سره به ترسره شي دغه راز دافغانستان ، امريکا چين او پاکستان دهيوادونو په ګډون دڅلور اړخيزې غونډې برخه والو ويلي دي چې دخبرو له پيل کيدو څخه مخکې به هيڅ شرط وړاندى کول دمنلو وړ نه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته