ټولنه

په ينګي قلعه کې ټولګټې پروژې پلې شوې .

کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه :
دتخار ولايت دينګي قلعه په ولسوالۍ کې دپنځو ټولګټو پروژو دجوړولو کار بشپړ او ګټې  اخستنې ته وسپارلې شوې .
دتخار ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رييس انجنير صبغت الله نظري دباختراژانس خبريال ته وويل  په دغو پروژو کې ( زموږ کلي زموږ وياړ)  دپلورنو  دمرکز  د ودانۍ ، په سولري کانتينردسمبالې سړې  خونې او دروزنيز مرکز جوړول ، ددوه ويشت کيلوواټه سولري بريښنا سيستم او دبزګرانو  دمحصولاتو دپروسس  دمرکز اوبازار جوړول شامل دي چې دجاپان له خوا دڅه دپاسه درې سوه څلويښتو زرو امريکايي ډالرو په مرسته او دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت په همکارى  پلې شوې دي .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته