خبرونهټولنه

سمنګان کې تاریخ تېره خوراکي توکي وسوځول شول

کابل، د غوایی ۱۱ مه، باختر

د سمنګانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري ۲۰۸ قلمه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي سوځول شوي دي.

د سمنګانو د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي احمد خان خادم د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې په دغه ولایت کې یې د یوې میاشتې په لړ کې ۲۰۸ قلمه تاریخ تېره او تقلبي خوراکي او غیر خوراکي توکي له بېلا بېلو هټیو څخه راټول او د ښاري محکمې او اړونده دولتي ادارو استازو په شتون کې وسوځول شول.

نوموړي له ښاريانو وغوښتل، چې د هغو تاریخ تېره او بې کیفیته توکو د پېر او پلور په برخه کې چې د سوداګرو او هټيوالو له خوا پلورل کېږي، له دغې ادارې سره  همکاري وکړي، څو یې مخه ونيول شي.

هېره دې نه وي چې څه موده وړاندې هم یاد ریاست ۱۰ ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي د یاد ولایت له بېلا بېلو سیمو څخه راټول او سوځولي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته