امنیت

په جوزجان کې دداعش او طالبانو د ډار اچوونکو ډلو دمرګانيو بريدونو دوام

-کابل  باختر د تلې  ديارلسمه :
په  جوزجان ولايت کې دداعش  او طالبانو د ډار اچوونکو ډلو ترمنځ مرکانۍ نښتې هماغه شان دوام لري .
ددغو نښتو له  پيل څخه تراوسه پورې ددريو ورځو په بهير کې د داعش دډلې يوولس تنه غړي او نهه تنه وسله وال طالبان  وژل شوي او له دواړو لورو څخه ٢٧ تنه نور  ډار اچوونکي ټپيان شوي دي .
دغه جګړې په ښکاره دجوزجان ولايت ددرز آب  او قوشتيپې  دولسواليو په ځينو سيمو په بلې ډلې  ديوې ډلې  دواکمنۍ غوښتنې په دليل پيل شوې دي .
دجوزجان دوالي وياند رضا غفوري باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې تراوسه پورې ١١ تنه داعشيان او نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي اوله دواړو لورو څخه ٢٧ تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي .
ويل کيږي چې داعشيان په دغو نښتو کې په دې بريالي شوي دي  چې څو کلي دوسله والو طالبانو له تصرف څخه بهر کړي .
درارسيدلو خبرونو له مخې داعشيانو او طالبانو په دغو نښتو کې ديوبل دغړو ځينو کورونو ته په اور اچولو هم اقدام کړى دى .
دغه ښتې  يوځل بيا ددې سبب شوي دي چې په لسګونو کورنۍ له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته