سیاست

دافغانستان لپاره دجرمني ځانګړى استازي په قطرکې له طالبانو سره وکتل

دوحه  باختر دثور ٣٠مه :
  دافغانستان لپاره دجرمني ځانګړى استازى په ًقطر  کې له طالبانو سره وکتل
دغه کتنه په داسې حال کې وشوه چې په افغانستان کې دجګړې دپاى ته رسولو لپاره نړيوالې هلې ځلې زياتې شوي دي.
طالبانو په يوې اعلاميه  کې ويلي دي چې مارکوس پوتزل  ددغې ډلې درهبري شورا له مرستيال ملا عبدالغني برادر  سره چې دسولې دهلوځلو  مشري کولي کتلي دي .
په اعلاميه کې په قطر کې دطالبانو ددفتر وياند له خولې ويل شوي دي چې پوتزل او ملا برادر  دسولې داحتمالي وکړه ليک دبېلابېلو اړخونو او په دې برخه کې دجرمني دهلوځلو په باب خبرې اترې کړي دي .
مارکوس  پوتزل له  ٢٠١٤ميلادي کال  څخه تر  ٢٠١٦ ميلادي کال پورې په افغانستان کې دجرمني سفير هم و .
تراوسه پورې امريکايي هيئت هم له طالبانوسره شپږ ځلې خبرې کړي دي خو تراوسه پورې دسولې موافقې ته نه دي رسيدلي  .
دطالبانو له استازو سره  دامريکايي هيئت دخبرو اترو وروستي پړاو دمې دمياشتې په  نهمه نيټه پاى ته ورسيد.
دافغانستان دسولې لپاره دامريکا دبهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمي خليل زاد دڅرګندونوله مخې، په دغو خبرو اترو کې ثابت شو لږ پرمختک شوى دى .
  ختم_ فرشته _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته