١١ – کابلباختر د ليندى ٢٨مـــــــــــــــــــــــه
پو ليسو يو پنځلس کلن تنکى ځوان پرون په کندز ولايت کې دتښتوونکو له منګولو څخه ا زاد کړ
دکندز ولايت امنيه قو ما ندان پاسوال سميع الله قطره د باختر اطلاعاتي ا ژانس ته وويل دوه تنه تښتوونکي چې غو ښتل يې دغه ځوان نا معلوم ځاى ته وليږد وي د خان ا باد ولسوالۍ دپو ليسو له خوا ونيول شو ل
خبرځاى وويل له نيول شويو کسا نو څخه يو کلا شينکوف ترلاسه شوى دى اودپيښې په اړوند څيړنې د وام لري
ديو بل خبر له مخې درې تنه ماين ايښودونکي پرون د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې ونيول شول
د کندز ولايت د امنيې قو ما ندا نۍ ويندوى سيد حسين حسيني د باختر ا طلاعاتي ا ژانس ته وويل دغه کسان د امام صاحب ولسوالۍ په سړک کې د ماين دځاې پر ځاى کولو په وخت کې ددغې قوماندانۍ د پو ليسو له خوا لاس په لاس ونيول شول او تر پو ښتنې لاندى دى