امنیت

اته تنه ملکي وګړي په قندهار کې ووژل شول

کابل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
اته تنه ملکي وګړي   په قندهار ولايت کې  ديوه ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
دغه پيښه پرون ناوخته په معروف ولسوالۍ کې هغه  وخت رامنځته شوه چې
دملکي وګړو دسپرلۍ موټر په ماين وخوت.
دهېواد په جنوب کې دپوليسو يوه مقام باخترآژانس ته وويل  په دې چاودنه کې ددريو ميرمنو او يوه ماشوم په ګډون اته تنه ملکي وګړي ووژل شول.
تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى خوپوځي مقامات وسله وال طالبان ددغې  ماين ښخوني عاملين بولي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته