اقتصاد

د کندز د کرنې ریاست څه د پاسه ۴۶ میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته راټولې کړې دي

کابل / د لړم / ۳۰ / باختر
د کندزد کرنې ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د عشراو زکات ، د دوکانونوله اجارې، د ځمکو او د شولو خمسین له درکه ۴۶ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، دغه غونډه چې په کندز ښار کې د اسلامي امارت له بریا وروسته د کندز د کرنې ریاست د مهمو فعالیتونود بیانولوپه موخه جوړه شوه د کندزد کرنې ، اوبو لګولو او مالداری رییس مولوي امان الله حسن وویل چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د مجاهدینوله بریا څخه تراوسه د عشراو زکات، د دوکانونوله اجارې او دځمکو دخمسين له درکه ۴۶ میلیونه افغانۍ په دغه ولایت کې راټولې شوې دي.
د کندزد کرنې رییس زیاته کړه چې په دې موده کې د علي آباد او امام صاحب په ولسوالیوکې د (داکار)موسسې په مرسته په ۸۰ بزګرانو د کار وسایل وېشل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په کندز کې په تېرو دریو میاشتوکې د کرنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه له یوشمېرښځينه او نارینه بزګرانوسره مرسته شوې ده.
په دې غونډه کې د کرنې ، اوبولګولواو مالداری وزارت یوشمېرمسوولینو، د کرنې په برخه کې د حلقه شمال مسوول، د کندز د اطلاعاتواو فرهنګ رییس او یو شمېر بزګرانو ګډون کړي وو. ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته