امنیت

په ننګرهارکې د پوځيانو د نويو بريدونو له امله شل تنه داعشيان ووژل شول

کابل باختر دزمري  درې ويشتمه :
د داعشيانو د ډلې٢٠ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې  هوايي او ځمکني بريدونه شوي دي.
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په نويو بريدونوکې٢٠ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت د روداتو، خوږياڼيو، کوټ او د دُربابا په ولسواليوکې د دوى په سنګرونوکې بريدونه شوي دي .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهارکې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو  نن سهار د ننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې دجنګي وسايلو د دوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپوګانې د جلال آباد ښار ته څېرمه د ډار اچوونکو په پټنځيوکې ساتل کيدې چې له هغو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته