نړۍ

دپاکستاني طالبانو له تحريک سره د دغه هيواد د صدراعظم خبرې

اسلام اباد باختر دسلواغي اته ويشتمه
دپاکستاني طالبانو د تحريک استازو ددغه هيواد له صدراعظم او دحکومت د مرکچي ټيم له سترهمغږى کوونکى نوازشريف سره په پرونيوخبروکې له قيداو شرط پرته د سولې د خبرو په برخه کې يو اوربند اعلام کړ.
دخبري منابعو د خبر له مخې: له پاکستاني طالبانو سره د دغه هيواد د صدراعظم دغه کتنه له هغه وروسته وشوه چې طالبانو دتيرې جمعې د ورځې د چاودنې مسووليت ومانه او دغه خبرې په دې خاطر چې په کراچۍ ښارکې د پوليسو د سپرلۍ په يو موټرکې وشوه؛ د سولې د خبرو لپاره دطالبانو د اوربند منل دى.
له دې پرته داسې بريښې چې د سولې بهير به له ډب سره مخامخ شي .
خبرځاى وويل: دغه راز د هغو آزادانه پوځي مليشو د سازمانونو په وړاندې چې په پرله پسې توګه دخلکو په وژنې لاس پورې کوي؛ اغيزمن اقدامات وشي.
دغونډې برخه وال وايي چې د اوربند په صورت کې احتياط اغيزمن وي. ځکه له هغه وخت څخه چې دپاکستان صدراعظم د سولې د خبرو په خاطر څلور کسيزه کميته دسلواغې دمياشتې په نهمه نيټه اعلام کړه؛ پاکستاني پوځيانو د پوځي مليشو پرخلاف په قبايلي سيمه کې هيڅ راز اقدام يا عمليات نه دي ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته