امنیت

د جمهوري رياست په دويم مرستيال يوه تروريستې توطئه ناکامه شوه

کابل باختر دوري اوه ويشتمه

 دملي امنيت داداري منسوبينو هغه دوه تنه نيولي دي چې غوښتل يې دجمهوري رياست  په دويم مرستيال  محمد کريم خليلي  ځانمرګي بريد وکړې .

  دملي امنيت داداري مطبوعاتي دفتر دغه خبر تاييد کړ .

  ويل  شوى دى  هغه شخص چې  ددوو تنو ځانمرګو بريد کوونکو ملګرتيا يې کوله  هم نيول شوى دى .

  دغه کسان چې  نن له غرمې وروسته  د يوې  بجې په شاوخوا  په کابل کې ونيول شول  دجلال الدين حقاني  په شبکي پورې  اړه لري  او له دوي څخه يوه اندازه جنګي وسايل  او چاوديدونکي توکي  هم ترلاسه شوي دي .

  دملي امنيت اداري  ويلي دي  چې ددغې پيښې جزئيات وروسته خپروي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته