امنیت

دطالبانو او داعشيانو دډلې نهه تنه غړي په جوزجان کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ ٢٥: په جوزجان ولايت کې دطالبانو او داعشيانو دډلې ترمنځ په نويو نښتو کې ددغو ډلو نهه تنه غړي ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول . دجوزجان دوالي وياند محمد رضا غفوري باختراژانس ته وويل چې دغه جګړې له اتو ورځو راپديخوا ددغو ډلو دافرادو ترمنځ په درزاب او قوشتېپې ولسواليو کې دوام لري چې له امله يې ددرز اب ولسوالۍ په بي بي مريم او تاش جوار په کليو کې دداعشيانو په ډلې پورې اړوند ديوه ډاکتر او دريو ښځو په ګډون نهه تنه ووژل شول او له دواړو لورو څخه اته تنه نور ټپيان شول . څو ورځې مخکې هم په درز اب ولسوالۍ کې دداعشيانو په ډلې پورې اړوند درې تنه چيچيني او ازبکستاني ښځې وروسته له هغه چې دطالبانو له خوا پرې جنسي تيرى وشو ووژلې شوې . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته