ټولنه

جمهوررئیس غني په فراه ولایت کې په ترافیکې پېښې سخت خواشینی شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د یو مسافر وړونکي بس او د تېلو ټانکر د ټکر په پېښه چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، سخت خواشینی شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند ددفترله لارې باخترآژانس ته رارسيدلې ده ويل شوي دي.
جمهوررئیس د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او همدردۍ د څرګندولو تر څنګ شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د روغتیا دعا وکړه.
همدارنګه جمهوررئیس غني اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د ټپيانو د درملنې او د قربانیانوله کورنیو سره د مرستې په موخه بیړني ګامونه پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته