امنیت

ديوه صراف پيسې په رڼا ورځ دخلکو دسترګو په وړاندې لوټ کړاى شوې

کابل باختر دوري دمياشتې ١٠:
وسله والو غلو  په رڼا ورځ  دننګرهارولايت په مرکز جلال آباد ښارکې ديوه ګرځنده صراف پيسې  لوټې کړې.
دغه  غله چې په موټر سايکل سپاره  وو  دښار په يوه ګڼ  ميشته سيمه کې دلسګونو تنو لارويانودسترګو په وړاندې ديوه صراف پيسې لوټې او  وروسته وتښتيدل.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ دغووسله والو غلو په دې پيښه کې  ددغه ګرځنده صراف  نږدې دوه مليونه پاکستانۍ کلدارې ، درې زره پنځه سوه سعودي ريال  او ١٥٠ ډالره  لوټ کړل.
دننګرهار ولايت  امنيه قوماندان  جنرال فضل احمد شيزاد دباخترآژانس   له خبريال سره په ټيلفوني  اړيکه کې دغه خبر تائيد کړ او ويې  ويل ؛ امنيتي ځواکونه  يو تن له دغو دريو تنو غلو څخه نيولى دى  او د دوو تنو نورو غلو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
نيول شوي سړي   ددغه صراف  د پيسوپه غلا کولو اعتراف کړى دى .
په همدې حال کې  دجلال آباد دښار اوسيدونکي په رڼا ورځ  دغلو شوکماري دامنيتي ځواکونو دکمزورتيا زيږنده بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته