سیاست

حامدکرزى په ايران کې دافغان مهاجرو دسپرلۍ موټر دسوځېدو په اړوند خواشيني څرګنده کړه .

-کابل /دغبرګولې ١٨مه /باختر:
په ژورې  خواشينۍ سره مې خبرترلاسه کړچې زموږ يوشمېر هېوادوال  دايران داسلامي جمهوريت ديزد په ښار کې  ددوى دسپرلۍ موټر  دسوځېدو په پايله کې  شهيدان او ټپيان شول .
څه موده مخکې هم دافغانستان اوايران ترمنځ په سرحدي سيمه کې  زموږ ديوشمېر هېوادوالو د ډوبيدو شاهدان و .
دغه خواشينونکى  پېښې دزياتې اندېښنې وړ دي .  څرنګه چې دافغانستان اوايران  ورونه ملتونه  دتاريخ په اوږدو کې دښه ګاونديتوب په فضا کې په ورورولى  ژوند کړى دى ،  دايران  له اسلامي جمهوريت څخه هيله لرو چې ددغه شان پېښو درامنځته کېدو دڅرنګوالي په باب  چې ددوو ورونو ملتونو ترمنځ دناوړو شک درامنځته کولو سبب کېږي هراړخيزې څېړنې او تحقيقات ترسره کړي . او دافغانستان له خلکو سره دهغو دنتيجو په شريک کولو برسيره هلې ځلې وکړې  چې وروسته له دې  ددغه شان پېښو مخه ونيول شي .
  ختم –ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته