ټولنه

دوه تنه ديخچالو دګازو دډبې په چاودنه کې ووژل شول .

کابل باختر دسلواغې  نهه ويشتمه :
دوه تنه ديخچال  دګازو د ډبې  دچاودنې له امله ووژل شول .
دغه چاودنه  نن دشبرغان ښار په يو دوکان کې هغه وخت وشوه چې په  زړه اوسپنه  پکې پيرودل  او  اوپلورل کيده .
  دجوجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول د باختراژانس خبريال ته  وويل  لومړى  شخص دهغه دوکان خاوند و چې اوسپنې يې پرس کولې او دويم شخص يو ديارلس  کلن لاروى  ماشوم چې ديخچال دګازو د ډبې  په چاودنه کې وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته