سیاست

دافغانستان دبهرنيو چارو وزير دبوسنيا هرزيګونيا دبهرنيو چارو دنوى وزير دټاکل کيدو له امله مبارکي وويله .

 ٣١-کابل باختر د کب اتمه

  دافغانستان داسلامي  جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير ډاکتر زلمي رسول  له خوا دزلا تکو لګو مدزيخا د بوسنيا هرزيګونيا  دبهرنيو چارو دنوى وزير په توګه دټاکل کيدو  له امله دده په نامه  دغه هيواد ته دمبارکي پيغام ليږل شوى دى .

 په پيغام کې  ويل شوى دى ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکي  دمتقابلو ګټو اوهمکاري  په بنسټ  تکيه لري او بشپړ باور لرم چې ستاسو په کاري  دوره کې او دګډو او رغنده هلوځلو په رڼا کې يې  به هغه په سم اومثبت لوري پراختيا ومومي .

  دغه راز دافغانستان دبهرنيوچارو وزير  دسلوانيا جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير په توګه دويکتور ايرجويک دټاکلو له امله دپيغام په ليږلو سره ده ته مبارکي ويلې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته