اقتصاد

دهند اوافغانستان ترمنځ دهوايي خدمتونو موافقه ليک لاسليک شو .

کابل باختر دوږي اوومه : دهند او افغانستان ترمنځ دهوايي تخنيکي همکاريو په اړوند دوه اړخيز تفاهم ليک لاسليک شو . ددغه تفاهم ليک له مخې ، هندي لوري ژمنه وکړه چې دهوايي ترافيکو ، مترو لوژى ، مصوونيت او په نورو برخو کې دافغانستان دهوايي چلند کارکوونکو ته ددغه هېواد په هوايي کالج کې دروزنې او زده کړې زمينه برابروي . سربيره پردې دواړو لورو ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې دپلټنې او ژغورنې په برخه کې دهمکاريو په باره کې يو يادداشت لاسليک کړي . په دغو خبرو کې دوست هېواد هند دسارک دوړانديزونو په چوکاټ کې ددواړو هېوادونو ترمنځ دالوتکو دالوتنو دشمير دزياتوالي په تيره بيا دباروړونکو الوتکو ( کارګو ) دتګ راتګ په برخه کې دهمکاري دزياتوالي غوښتنه کړې ده . دافغانستان لوري ژمنه وکړه چې له لازمو سلامشورو او څيړنو وروسته به هغه په مثبت ډول ارزيابي کړي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته