سیاست

جمهور رئیس غني: په اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون کې اجرات باید تخنیکي او غیر سیاسي وي.

کابل باختر دچنګاښ شپږمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په حکومتي ادارو کې د اصلاحاتو د وضعیت د ارزونې په موخه غونډه جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون مشرتابه پلاوي په کې ګډون درلود. په پیل کې د کمیسیون رهبرۍ غړو د دغې ادارې د کاري اجرااتو په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
دوی وویل، کمیسیون د دغې ادارې د ستراتيژیک پلان په اساس کار کوي او اصلي موخه یې په ادارو کې د موثریت او مفیدیت رامنځته کول، د جوړښتونو پیاوړتیا، د ظرفیتونو لوړول، همغږي او د اصلاحاتو په پروسه کې انسجام او څارنه ده.
د کمیسیون غړو څرګنده کړه، د ملکي خدماتو انستیتیوت له څو کلنو راهېسې د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې زیات ځوانان روزلي دي. هغوی وویل په پام کې لري چې د ملکي کارکوونکو لپاره د ماسټرۍ تر کچې د ظرفیت لوړولو تخصصي پروګرامونه رامنځته کړي.
همدارنګه یې زیاته کړه، کمیسیون د جنډر او دولتي ادارو ته د ښځو د زیات جذب په برخه کې کار کړی او د ولایتونو او مرکز په کچه يې زیات ښوونیز پروګرامونه جوړ کړي دي.
هغوی څرګنده کړه چې کمیسیون د وزارتونو د کارونو د څارنې او ارزونې او امتحانونو د اخېستو  په برخه کې ستونزې لري او همدارنګه د ظرفیتونو د لوړلو په برخه کې د بودجې ستونزه موجوده ده.
د کمیسیون د رهبرۍ غړو  وویل، د اداري سیستمونو د اسانۍ په برخه کې کار شوی دی، د ملکي خدمتونو د اداري اجرااتو او اساسي تشکېلاتو د قوانینو د تعدیل طرحه هم چمتو شوې ده.
په دې غونډه کې زیاته شوه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د سیستمونو د اسانه کولو په برخه کې ۹۴پېچلي اداري موارد اسانه کړي دي. خو لا هم ځیني ادارې له زړو اداري سیستمونو کار اخلي. هغوی د وظیفوي تداخل یادونه وکړه او وې ویل، د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره باید د ادارو ترمنځ  وظیفوي تفکیک رامنځته شي.
د هېواد جمهور رئیس د کمیسیون د غړو له راپور اورېدو وروسته په دې ټینګار وکړ چې د وزارتونو په ګډون باید ټولې ادارې د وظایفو د تفکیک په اساس کار وکړي او دندې يې باید مشخصي وي. تر څو د وظیفوي تداخل مخه ونیول شي او دا موضوع باید په  تشکېلاتو قانون کې په پام کې ونیول شي.
جمهور رئیس زیاته کړه، د دولتي ادارو سم او څرګند تصویر باید وړاندي او د هغه په اساس حکومتي پالیسي جوړه شي. هغه همدارنګه وویل، په ادارو کې د معاشاتو پروسه باید واضح او طبقه بندي شي.
جمهور رئیس وویل، اصلاحات باید فرد محوره نه، بلکې بنسټ محوره اوسي، کوم تغییرات چې رامنځته کېږي باید ټولو ته د پوهېدو وړ وي. هغه ټینګار وکړ چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون کې اصلاحات باید تخنیکي او غیر سیاسي وي.
جمهور رئیس غني وویل خلک د اصلاحاتو د راوستو پلویان دي، د حکومت او اصلاحاتو په هکله د هغوی قضاوت او نظر ډېر مهم دی، ټول باید پوه شو چې په تېرو کالو کې په دې برخه کې څومره کار شوی دی.
د هېواد جمهور رئیس له بشري ظرفیتونو څخه په استفادې ټینګار وکړ، وې ویل، په افغانستان کې له شته ظرفیتونو څخه د ګټې اخېستو زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته