امنیت

په ننګرهارکې څلورو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل  باختر د چنګاښ ١٢ :
په ننګرهارولايت کې د يوې نښتې له امله يو وسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نوريې ټپيان شول.
دغه جګړې نن سهار د نهوبجوپه شاوخواکې د جلال اباد_ تورخم دلارې په اوږدو کې د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت ونښته چې افغان ځواکونو د طالبانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
د ننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې يو وسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نوريې ټپيان شول.
دعبدالزي دڅرگندونو له مخې: په دې نښته کې افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
ويل کيږي پوځيانو له دغې نښتې وروسته د وسله والو طالبانو څو واسطې اوجنګي وسايل ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته