سیاست

د افغانستان دولت د سي آی اې د یو شمېر مامورینو لخوا د زندانیانو شکنجه په کلکو ټکو غندي

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢٠مه:
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، تېرماښام په یوه خبري ناسته کې د سي آی اې یا د امریکا د استخباراتي دستګاه د شکنجې په مرکزونوکې د زندانیانو د شکنجه کولو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس د اطلاعاتي کمېټې د رپوټ په اړه وویل: د بشري حقونو ټول منل شوي اصول، د امریکا د متحده ایالاتو قانون او نړیوال اخلاق د سي آی اې یا د امریکا د استخباراتي د ستګاه د یو شمېر مامورینو لخوا تر پښو لاندې شوي دي او د افغانستان دولت د هغوی دغه ناوړه عملونه په کلکه غندي او دغه ډول عملونه هیڅ ډول توجیه نه لري او خبیثه عملونه دي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه: دغه رپوټ ښيي چې زموږ یو شمېر هېوادوال هم شکنجه شوي او حقونه یې ترپښو لاندې شوي دي.
جمهور رئیس ټینګار وکړ: موږ غواړو هغه شمېر بندي افغانان چې شکنجه شوي دي؛ معلوم شي، ترڅو د هغوی د حیثیت د اعادې او د حقوقو لپاره اقدام وکړو.
جمهور رئیس غني وویل: د درد او رنځ وړ ده چې په شکنجه شویو بندیانوکې یو شمېر بې ګناه کسان هم موجود وو.
محمد اشرف غني ټینګار وکړ چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقه لیک مهم اصل دا دی چې د ۲۰۱۴ میلادي کال له پای ته رسېدو وروسته هيڅ څوک نه شي کولای د افغانستان په خاوره کې جيلونه ولري، د افغانستان اتباع زنداني کړي او یا هم د هغوی کورونو ته ننوځي.
جمهور رئیس غني وویل چې موږ د خپلې واکمنۍ یو ملي پړاو ته داخلیږو او په دې دوره کې، زموږ ملي واکمني به په بشپړ ډول زموږ په واک کې وي.
محمد اشرف غني وویل: بنیادي مسئله دا ده چې جګړه د نفرت سبب کیږي او ټول انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کوي، د دې ټولنې ستره اړتیا د سولې ټینګښت دی.
جمهور رئیس غني په دې باندې په ټینګار سره چې سوله د افغانستان د دولت له لومړیتوبونو څخه ده، له ټولو هېوادوالو څخه یې و غوښتل چې یو بل ته لاسونه ورکړي ترڅو د جګړې له خبیثه کړۍ څخه خلاص شي.
محمد اشرف غني دې ته په اشارې سره چې د اسلام مقدس دین او د افغانستان اساسي قانون بشر ته لا ډیر ارزښت ورکړی دی، وویل: موږ هوډمن یو چې له بشري حقونو څخه کېدونکې سرغړونې له منځه یوسو او د خپلو خلکو حقه حقوق تامین کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته