امنیت

درې تنه واکسيناتوران په هلمند کې ووژل شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢١ دماشومانو دګوزن دناروغۍ پرخلاف دواکسين دتطبيق درې تنه په هلمند کې دماين دچاودنې له امله ووژل شول. دهلمند ولايت دعامې روغتيا رياست دکتلوي معافيت آمر ډاکتر عبيدالله داودزي دباختر آژانس خبريال ته وويل : ددغو روغتيايي کارکوونکو دسپرلۍ موټر دسنګين ولسوالۍ په شکر شيله په کلې کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت چې چاودنه رامنځته شوه او هغوي شهيدان شول. ويل کيږي دغه کسان دماشومانو دګوزن دناروغۍ پرخلاف دواکسين دتطبيق په خاطر دسنګين ولسوالۍ مربوطاتو ته تلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته