اقتصاد

د کرنې وزارت، د بهرنیو موسسو له استازو سره غونډه وکړه

کابل / د وږي ۲۵مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد، د بهرنیو موسسو له یوشمېر استازو سره غونډه جوړه کړه.
په دې غونډه کې د ياد وزارت مرستيالان مولوي فضل ربي فضلي او مولوي صدراعظم، د پراختيايي پروژو «cpmo” Clap ، SNapp2،CBARD ،Eats» او د ملګرو ملتو سازمان د خوړو او کرنې ادارې FAO استازي حاضر وو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پیل کې د کرنې وزارت د پراختيايي پروژو استازو وويل چې د ياد وزارت ډېرۍ پراختيايي پروژې نړيوال بانک او آسيايي پراختيايي بانک تمويلوي.
هغوی زیاته کړه چې پراختیایي پروژو په بېلابېلو برخو له دې جملې څخه د اصلاح شويو تخمونو، درملو، د وچو او تازه مېوو د پروسس ماشینونو، اصلاح شویو نیالګیو او پر بزګرانو د دوا شېندلو ماشینونو او ټراکټورونو د وېش په برخو کې له کرنې سره فعالیت کاوه.
دوی ژمنه وکړه چې د کرنې او اوبولګولو په برخه کې به خپلې چارې د تېر په څېر پيلوي او په يادو برخو کې به خپلو هڅو او همکاریو ته دوام ورکوي.
په مقابل کې د کرنې وزارت چارواکو د پروژو مسوولینو ته ډاډ ورکړ او ټينکار يې وکړ چې ډېر ژر دې خپل فعاليتونه له سره پيل کړي.
د غونډې په پای کې د بهرنيو پروژو استازو د کرنې وزارت له هر اړخيزو همکاريو مننه وکړه.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته