کابل باختر د چنګاښ ١٢ :
شپږتنه ماين ښخوونکي تيره شپه په قندهارولايت کې ووژل شول.
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته خبرورکړ چې دغه کسان دقندهار ولايت د ژيړۍ اوپنجوايي په ولسواليوکې د هغوماينونو دچاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې ښخ کړي.
فيصل زياته کړه: درې تنه ماين ښخوونکي چې د قندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په بدوان سيمه کې په يوه عمومي واټ کې په ماين ښخولو بوخت وو؛ ماينونه يې وچاوديدل او ووژل شول.
دفيصل دڅرگندونوله مخې: دقندهارولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې هم درې تنه نور ماين ښخوونکي دهغه ماين دچاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې په واټ کې ښخ کړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ